نظم
بې قراره ځيگر
Ghani Khanبې قراره ځيگر زما نور هم بې قراره شه
پرېږده مړ ژوندون د ډنډ مست ډېر د ابشاره شه
بل لکه مشال شه ته وکړه ننداره د يار
تش لکه د جام شه تۀ خو جوړ کړه چرته لږ خُمار
هوش ورکؤم بې هوشی په بدل اخلم عجيبه مې اوښکئ دوکان دئ
د سبا دملنگ په کچکول کښې نن لېونی غورځولئ جهان دئ
خلقو خېټې مړې کړې د زمکو نه ما په مخه اخستئ اسمان دئ
ما په خود کښې جنون نيولئ دئ چې جهان کل نيولئ د ځان دئ
شمع ناسته په غېږ د رقيب ده خوار پتنگ ژاړی ناست په ډېران دئ
په بدل تاج لوئې د سرو زرو ما اخستئ صحرا اؤ ارمان دئ
عجيبه لېونئ جوارگر ئې ځان دې اېښئ په کور د تاوان دئ
نو ائ بې قراره ځيگر زما نور هم بې قراره شه
ووينه د نور جهان تۀ پورته د غباره شه ـ