نظم
بې وفا
Ghani Khanحسن حسن لټومه
کۀ په غر وی کۀ په سمه
زۀ په مينه مينه پايم
بې د مينې مرمه مرمه
بې وفا کۀ د جانان يم
بې وفا نۀ يم د مينې
چرته رنگ ځان له لټومه
چې پرې سترگې کړم رنگينې
چې يوخم د ميو تش شی
تش ټيکرے شی بې روحه
بلې ډکې مېخانې له
سينه يوسمه مجروحه
تش کړے څټلے نۀ شم
چې خوند نۀ وی د کبابو
زۀ مئين په پياله نۀ يم
زۀ مئين يم په شرابو
پتنگ نۀ څټی مومونه
چې د شمعې رڼا نه وی
تورانۍ نۀ وئ سندرې
چې مستی د سبا نۀ وی
بې وفا کۀ د يو يار يم
وفادار د مينې يمه
حسن حسن لټومه
کۀ په غر وی کۀ په سمه