شعر
چې بې ننک اوبې پښتو وي
Malang Janچې بې ننک اوبې پښتو وي پښتون نه دى
چې د قوم په شرمېدو وي پښتون نه دى
پښتون هغه دى چې غم دتمام دقوم خوري
چې د ځان په جګېدو وي پښتون نه دى
دپښتون نظر مدام په ننګ و نام وي
چې نظر يې په پيسو وې پښتون نه دى
پښتون هر کله طالب دخپل شرف دى
چې طالب دپيسنو سرو وي پښتون نه دى
پښتون تل پخپله ژبه ټينګ ولاړ وي
چي په دروغ يې ګفتګو وي پښتون نه دى
پښتون نه شي باداري د چا منلى
چې اختيار يې دپردو وي پښتون نه دى
په نصيب دملنګ جان دغه مسرې شوې
چې خپه په دې مسرو وي پښتون نه دى