نظم
چينجی
Ghani Khanراځی چې تبرک له ښکل کړو خپل مړنے ځوان
يو غر شو او دغر سره بابو صېب بوساړه شو
بابا د سکنجبين
د خپلو مريدانو سره پير غريب گاڼه شو
او بند ئې شو مشين
ما وې اې بابوگيه، خوار شې لاس که پچکارۍ ته
چينجو دې سر راگېر که، که تادی نه کئی نو مړ دے
او اے د بورې زويه گوره گوره فکر وکړه
يواځې چينجی زيړ نۀ دی چاپېره وطن زېړ دے
وړوکی بابوگی يوه سيلۍ د اور کړه جوړه
په څپر کښې خوره شوه
چينجی مينجی خو څه کئی مونږ ئې ټول کړلو بې جوړه
په سترگو کو تياره شوه
د تورو تيارو مونږه چې واپس راغلو په هوش کښې
وۀ څپر تش مېدان
چينجی وۀ باغ ته تلی بابوگے ولاړ وۀ جوش کښې
خپل علم ته حېران
زمونږ بابوگل قلار، بې غمه او خوشحاله
په مزکه پروت وۀ خوار
دارو په مخه بوتۀ د جنت تاؤ دې حلوا له
په يو نازبين گزار
مشال دعلم مړ شو، شو يتيم زمونږه قام
اوس څوک به کئی خدمت
ډېرو کښې د ميرې خپلوانو ښخ کړلو ماښام
په شان او په شوکت
د علم برکت وۀ لوئې بابو شو بابوگے
افسر شو د پښتون
يو لاس کښې پچکارۍ گرځئی او بل کښې تبرگے
اؤ ښکلے ئې پتلون
شو موړ اوس په بينجو کښې ئې مست زير او بم غږيږی
پُش پُش د پچکارو دے په اسمان زمکه چليږی
چې زۀ وېم بابو خانه گوره گوره چې غونځيږی
بابو صاحب په ناز په انگريزۍ کښې وخنديږی
وئ خلاص که شو چينجی نو محکمه زمونږ خلاصېږی
ابۍ مې د بخملو نه بيا چيټ الوان ته کيږی
او زمونږه داسې ښکلې بنگله کلی کښې جوړيږی
بی بی مې ده خوشحاله په جامو کښې نه ځائيږی
او پرېږده چې دې خوری خان، ته يو شے ئې د خوراک
چې څوک دې خوری غټيږی
او ټه که روک شوې څه پرې، بس خس کم او جهان پاک
مچان که افسران دی،څه خو غواړی د ژوند ژواک
په اس هر څوک سوريږی
او جوړ که د کيکر نه يو مضبوط غوندې مسواک
چې خوله دې نه خوږيږی
قېزه د قانون خوله کښې او بارونه لس منی
غوږونه دې که مړاوی او دُلکی بدخشانی
او گاډ " تاسو کښې نشته پوټې مينه وطنی
وطن شو ټول ابادسپينې بنگلې شين چمنی
خوند چائې "اصفهانۍ" کښې کئی "تری" امريکنی
دا ملک چې مونږ کړو جوړ لکه جاپان يا جرمنی
وباسې به شکرونه او ورکئی به شيرينی
خانان دی ټول شومان قلنگ زمونږه نه منی
هيڅ مينه د قام نشته، بس گنی، گنی، گنی
په ځان باندې پوه نه شوم، صېب مې نېر کښې ورخوندی که
ټوکرۍ مې ترې کړه جوړه په اوبوکښې مې نسکور کۀ
پوره په فلسفه مې پوه د مړی او ژوندی کۀ
اؤ دۀ به وې، "بوړ بوړ" چې ما به لږ غوندې پرې زور که
خو خلقو رانه خلاص که وې پهانسی او دوزخ دواړه
ددې بابو صاحب په نری څټ پورې تړلې
بابو په ډُلکۍ لاړ ښه گړندے د نېر په غاړه
پېسې مې د بابا کړې اميدونه د خپل ځان
کړو جوړ مې ځان له کور
يو باغ ترې نه چاپېر په کښې مېوې د کُل جهان
گلونه د هر لور
په هر قسمه مېوه کښې نوی نوی وو قسمونه
انځر وۀ که املوک وۀ که انار وۀ، که بادام
عجب عجب نومونه، لا عجب پکښې خوندونه
خرما هم ثوابونه ، جنتونه په ارام
څو کاله مې خدمت ورله د گوډ د سرې وکه
ما وې ددې بدل کښې به ميوې خُورمه مُدام
ما وې هر يو اشنا ته به ډک ډک شکورونه ږدمه
سرۀ شوی په غوړو کښې کرپندی کچه بادام
يو کال ئې څه نخرې او اشارې غوندې شورو کړې
چا دوه دانې چا شل او چا په مخه انبارونه
بل کال ئې نقشې جوړې د جنت د نظارو کړې
هر خوا ته بس گلونه او گلونه او گلونه
سپرلے نه وۀ جنت وۀ يار وعدې د وفا کولې
هر گل يوه وعده هره غوټۍ دُعا سلام
باغچه د بوټو نه وه، مُناره وه د اميد
هر ښاخ د مېوې ډک د يار د مينې وۀ پېغام
چينه وه، که چره وه، بابا سيند وۀ که لختے وۀ
هر څاڅکی د اوبو کښې رنگ د حسن د جمدون وۀ
هر څاڅکی د اوبو کښې راز د حسن وۀ دوام
ارمان دے هشنغره، در ځار چين ما چين او شام
اؤ دا فضل ئې گوره، د گلونو نه مېوې شوې
اول ئې د خمار بيا د طاقت جوړ که نظام
چې سترگو ته رنگونه وو، نو ژبې ته مزې شوې
هر څوک پوره ساتی که وی خيام او که امام
اؤ وائی ملاجان، شابه که وباسه شکرونه
دا شکر خو زما نيکه هم نشی پوره کولې
رنگونه او گلونه، ته بخښې خو جهانونه
خو زړه مېخوټکڼۍ ده او مضبوط دے پې برغولے
او اے د څاڅکو ربه ستا هر څاڅکے دريابونه
سيندونه ستا بېشماره، زه بس لپه شم ډکولے
اؤ ستا په سخی در کښې خو وريږی امبارونه
د تشو په کچکول د سرو مهرونه دې لگولې
راواوړه غنی باغ ته دا په کومه باندې لاړې
مېوې چې دې پخې شوې نو په چا دې وخوړې
او دا څنگه مېوې وې چې کربوړی دې نری شو
په څټ دې لگيدلے دے نرے نرے زيړے
هغه وې ياره واوره چې مېوې په پخېدو شوې
او ښکلې داسې ښکلې، ورته صبر کول گران
په ونو کښې پېغلو کو د وصال سترگې وهلې
په مرگ پورې خندا وه، گډېدۀ ورته خزان
نو راغلۀ پرې چينجی، ياره په هر څه کښې ډېره شو
په رحم کښې ډاکوان، د غلا او چل پروفېسران
په ناکو په بټنگو په هر څيزوو حواله شو
د دوئ په کور اختر شو، اؤ زما په کور تالان
انځر که شلتالو وۀ، که مڼه وه که املوک وۀ
د دۀ د ابۍ راج
وۀ پوست لکه رېښم خود څيرلو تيرۀ دوک وۀ
او ډير نازک مزاج
دانو کښې چې دانه وی د ده مور پکښې لنگيږی
نيازبينه د جهان
د ابد، دا افت تخم ئې مېوؤ باندې غټېږی
د سېلمې نوابان
سړی مې ور خوارۀ کړه ما وې غواړم دا ساعت
بابو صېب د دارو
که اس، که موټر غواړی، پکښې زرکئی را رخصت
سره د پچکارو
سړی به تله راتله د بابو گرم وۀ دکان
منت، زاری، سوالونه
دې مېنځ کښې لکه ناوې ترې چاپېره باغوانان
کول ئې منتونه
باېسکل په ټانگه کښې، کله بس کله موټر کښې
سړی به مې روان وو
منت ئې منۀ چرته، صېب ډولے نوابزادگے وۀ
مونږ ټول ئې فقيران
اخر مې وې سړو ته د نوټونو جرگه بوځئی
دا فضل ربانی دے
ايمان ئې بس په دغه شين تصوير د خپل بابا دے
سوچه پاکستانے دے
چې راغے بابو گل، په رنگ او فکر ښاپېرے وۀ
پوره په کمالونو
په عقل لږ ميخين وۀ او کربوړو کښې نرے وۀ
خو ښکلے ئې پتلون وۀ
چې دارمدار ئې وشو، وې ښه وايه کنه خان
خو زمونږ سړے شريف دے
قسم دے په کار مړۀ شو،گرم گرځی افسران
چې تا ته څه تکليف دے
سړے خاندانی دے، ډير ئې خوښ وی شلتالان
په واوره کښې امونه
په گډ کښې ئې لم لگی او په چرگو کښې پستان
پاسته پاسته ورنونه
ما وې اے بابو گله، شلتالان خو دادی ډېر دی
خو ډک دی د چينجونه
کۀ وې خورې اوازونه به دې نوی پورته کيږی
بېگاله د بېنجو نه
ماوے د بورې زويه گوره گوره چې غونځيږی
څاربه لکه سېټهان
په خېټه ښه ماړه دی غوړې خېټې ئې ځليږی
تازه پاخه توتان
مېوې ئې شوې د دوی زما ئې تش کړاؤ تاوان
لنگيږی او ډيريږی
چې رزق ترې دوی وخوری زه به څه کړم بيابان
سړے پکښې يريږی
ما وې سړيه زر ورله څه راوباسه علاج
فوځونه ئې ډېريږی
د باغ نه مې شوه جوړه مقبره د سکهـ د راج
قبرونه دی زياتيږی
هغه وې دا چينجی نۀ دی مچان دی د مېوې
دی عام په کُل جهان
د ډېرو باغيچو نه دوی کړې جوړې اديرې
کړی ښخ پکښې باغوان
چې پوخ شی وزر وکړی په هوا کښې الوزيږی
ماوې د بورې زويه گوره گوره چې غونځيږی
ددې د پاره ژمی کښې مونږ وهلې پچکارۍ وې
دارو ڼه وۀ اجل وۀ
لمبولې په ښه شان مو څانگې غټې او نرۍ وې
هم علم هم اټکل وۀ
چې دا ترې څنگه پاتې شو په دې باندې حېران يم
خو دې د دله شی کښې جوړ په ژمی کښې سا نۀ وه
ما وې چې څه کښې سا وه اخر لاړل مال د رب شو
اؤ ښه ده چې دې خلاص کړل په نصيب به ئې دُنيا نه وه
اول ځل چې پرې راغلې نو د چرگانو نه دې خلاص کړم
چرگ هسې هم خسمړے دے، پواړ او نقصانی دے
ايلۍ، کمترې، سپی او پيشوگان دې واړه يوړل
بنگله کښې بس يو زه يم او يو فضل ربانی دے
او ياد دې شی چې راوستل جازونه دې امداد له
گنی در نه خطا شول خو دې موټ راله خړوب کړل
د مېښو د کټا، کټو د غمه دې کړم خلاص
غوايان درته دُعا کئی تا دمه د مرگ په خوب کړل
د سوټو نه اوزگارې پاکې ښکلې مو دېرې شوې
پخپله کوو ډېران
خاموشې په غوجلو کښې د غوا مېښو نارې شوې
څه خوند و کۀ جهان
او څه د مزې کار شو چې د دولسو نه درې شوې
اې پلاره د لُقمان
او دا کمال دې گوره چې د نوو نه زړې شوې
کامل دې استاذان
په بل ځل چې پرې راغلې، نو لنډې بوچے دې يوړل
څوکۍ کوم پخپله
پخوا به غله زما له کوره لرې تښتېدل
اوس زه تښتم د غله
بوچے په انډرينو - اؤ لنډے په مالتان
د مږو دارو خلاص کړل په مېره کښې پيشوگان
خانی شوه د منږکو يو بريتو شوپکښې خان
څه ښکلے بنيادی جمهوريت ئې کۀ روان
خمبې ئې پټې يوړې، بهر ښې دی امانی
اوس قبض وی د لوږې نه د فضل ربانی
بابو عالی مقامه يو څو پشه وکړه نور
د خپلې پچکارۍ
چې نۀ کئی راته څوک دا د نيکه د مال پېغور
او خلاص شوم د خوارۍ
دا څو ډکی دی پاتې، صيب د دې غمه مې خلاص که
اوزگار مې لکه خان
چرگان دی بيا گڼ شوی سر پرې ښکته خپې پرې پاس که
خېشته لکه د ځان
بابو صېب وې چې دا نوی دارو امريکنی دی
په نوم جهان صفا
دے مال خېراتی ډېر څه انگريزی څه جرمنی دی
خو دا پکښې اعلی
دارو نه دی دا خان، بنده بوتلو کښې وبا ده
يو اور دے يو انگار
يو ماشے به کئی بل ته دا قيصې تر گل اباده
او ټول به شی فرار
وړوکی صېب وې ښې ښې پچکارۍ دی مونږ ورکړی
يو ځل نا څو څو واره
خو نه راځی قابو کښې ، دا څه شے دے ښځه مړے
خواری پې ده بېکاره
بابو صېب وې بس بيا خو يو علاج ئې تبرگے دے
خشاک خرڅيږی گران
ميوه دې وخوری سر، دا د لکها روپو لرگے دے
قبلئی ئې افسران
اؤ خان ته مېوې څه کئی ټېپر ډېر قبض کُشا دی
مزاج به دې تازه وی
سړے وی ښه خوشحاله چې نۀ تش وی او نۀ ډک وی
اؤ باد په اندازه وی
ورځه خان په ټېپرو، رنگ شه ورک د الوچې
تراوۀ مردار انار
څوکۍ به کئی په خپله نه لنډے شته نه بوچے
بيگا له دې دے وار
چې گډ کړی ټېپرگو کښې مرچکی شی لونگين
څه ډېرې ئې مزې شی
د لوې نه توپه جوړه کړی، د ړوکی نه غربين
او برغې ئې نشې شی
واوا، کُرکمانۍ، ټينگې لېټۍ د کچالو
قربان ترې چرگوټے
لاوڼ کښې پوست مهين کړی به ټکور در له تالو
اؤ گوتې به څټے
بې کاره دی مڼې او خرماڼۍ او ناشپاتۍ
امرود زوې دنمرود
مسورو کښې مستی ده هائې قربان ئې د پېتۍ
کلکيږی پرې وجود
غلې په ترنم کښې کچالو ته نه رسيږی
شته دال کښې ټنگ ټکور خو لږ اوچت سُر کښې غږيږی
ورځه په کچالانو رنگ شه روک د الوچې
بيگا له دې څوکۍ ده، نه لنډے شته نه بوچے
چې خور شو په باغچه کښې د بابو صاحب بيان
چينجی شو رابرسېره
ډولکۍ سُرنا ترې مخکښې ښه جلوس عظيم الشان
زمونږ نه شو چاپېره
يو غټ پکښې رامخکښې شو په شکل معتبر وۀ
سپين روبے دروند مزاج
ليده به دې خراج
خراج که خراجونه د تحسين او افرين
چينجے که حلالی وی ستا په خپو کښې به سر ږدی
شاباش ستا پچکاری او افرين ستا سکنجين
زمونږه روک نسلونه ستا په علم شو ژوندی
که ماشے که ميږے وۀ که ملخ وۀ که ډمبر وۀ
دښمن زمونږ د ذات
يو هم درنه بچ نشو کۀ په سمه کۀ په غر وۀ
په چچ وۀ که په سوات
هيله مو په ارام باندې سږ وخوړې مېوې
ماړه خوښه ماړه شو
هيله مو قام شو خور، اوږدې اوږدې مو سلسلې
نسلونه مو زاړه شو
نور هر څه لره مرگ ئې مونږ له ژوند ئې او رحمت
د فکره دې قربان
په کومه ژبه کوم قلم زۀ وکړم ستا صفت
اے پلاره د لقمان
مونږ ټول ستاسو زيارت او عبادت له يو راغلې
حکيمه بې مثاله
دا خان د ميوو غل دے، دا دې گرځی ژوندے ولې
بې علمه بې کماله
بابو نه ئې، بابا ئې ، محافظه مددگاره
سخی مشکل کشا ئې د نامې نه دې قربان
بس درغلو بابا چې شو قربان ستا د پېزاره
نور برش ئې افسری وو خو خښتگ ئې وۀ لړلے
شو باغ زمونږ ډېران "ټاکۍ"مې روک کړله گنی
جوار، غنم مې لاړل ماليه کښې امانی
ډک ډک د غلې راغلل انگوټان امريکنی
څاربه شوافسران خو چرته نه ښکاری غنی
هغه چينجو که مړ که څوک منی که نه منی
يوازې اوس بنگله کښې گرځی فضل ربانی ـ