نظم

د بچو ترانه

Ghani Khan

خوږ دے ماته ملک زما

خوږ تر کُل جهان

زۀ به ځم په جنگ د قام

زۀ چې شمه ځوان

وينه ده تاؤده زما رگونو کښې د ننگ

سرکۀ مې قام غواړی زۀ به ئې نۀ کړمه په څنگ

زور دے ما ليدلے هم د توپ هم د تفنگ

زور مې د غېرت دے د همه زورونو خان

زۀ به ځم په جنگ دقام

زۀ چې شمه ځوان

سر څۀ د سپی سر وی چې فدا نۀ شی په قام

نر څۀ ښځونے وی چې شېدا نۀ شی په قام

نوم ناموس ئې څۀ وی چې ئې نوم وی دغلام

دا نوم به بدل کړم يا به کړم بدل جهان

زۀ به ځم په جنگ د قام

زۀ چې شمه ځوان

زۀ پښتون بابا د خپلو وينو پېدا کړې

زۀ پښتنې مور په غېرتی پئيو لوې کړې

مونږ په پلار نيکۀ دی دمردۍ کارونه کړې

زۀ به غُلام نۀ شم کۀ غُلام شی ټول جهان

زۀ به ځم په جنگ د قام

زۀ چې شمه ځوان

زۀ به په وجود يمه کوټلے وزير اس

کوم به د کاروان خبردارے لکه جرس

يم به د ظالم سترگو کښې تل د سترگو خس

زۀ به لکه باز يم د نرتوب مرد مېدان

زۀ به ځم په جنگ د قام

زۀ چې شمه ځوان

زۀ به لوې زړگے لکه شېرشاه د بنگالے لرم

مټ به ابدالی لرم همت به روهيلے لرم

سر به ښکته نۀ کړم کۀ زرگونه کشالې لرم

ربه ښکته مۀ کړې چاته سر نۀ د افغان

زۀ به ځم په جنگ د قام

زۀ چې شمه ځوان