نظم
د بوډۍ ټال
Ghani Khanتیاره تندر ورکېدل دي
زه لټوم د بوډۍ ټال
د امید نه جوړومه
کله رنګ کله وصال
زه د ځان کل مرضونه
خپل حکیم یم د کمال
ای زما مغروره یاره
زه خالق ستا د جمال
دا چې زه په تلاش لاړم
پوست پړاو مقام مې وموند
دا چې زه تږی د نور شوم
سپین ساقي او جام مې وموند
دا یم زه چې کله ګل شوم
کله نور کله وصال
کله اور ستا د سرو شونډو
کله ستا د زنې خال
ای زما د مینې جوړې
ستا کمال زما کمال
د منطق په تور جهان کې
ورک جنون او تور هلال
تیاره تندر ورکېدل دي
نه بوډۍ شته نه یې ټال