نظم
د ډاکټر صاحب په کال 1968ع
Ghani Khanژوند روان کاروان دے هر څوک بيائی ځی تېريږی
سوال دے دا چې څنگه اؤ په کوم ارمان کښې تېر شو
اے د ادم زويه څۀ دې وليدل څه وموندل
کۀ تش د گټې گټې په خيال ټول تاوان کښې تېر شو
ژوند چې يو تالاش وی، يو ارمان، يو انتظار وی
وران وی، طوفانی وی خو په ويخ کښې ئې قرار وی
تُوره ئې د پښتو وی، فولاد نۀ وی سړيتوب وی
زور داسې نر زور چې بې ضرره او بې ازار وی
هغه سخی وايه چې دولت نه، ژوند او هوش اؤ زړۀ
لاس کښې درته کيږدی چې هرکله دې پکار وی
هغه مالی بويه چې خپل ځان گلو ته خاوره کړی
اوړے، منے، ژمے ئې خوبونه د بهار وی
دغه خلق نۀ مری، مرگ زمونږ د ويرې رنگ دے
اور نه څه خطر، چې پخوا کور سوے ملنگ دے
مرگ خو نور څه نۀ دے، خو يو کرښه بس راکاږی
وائی "بس دے ياره وکړه د ژوندون حساب کتاب"
مرگ کور د دمې اؤ د ارام اؤ د خوبونو دے
خوځان سره به اوړې تۀ د ژوند اور اؤ گلاب
تا چې څه لټولے وی، موندلے وی، پټ کړے وی
هر سوال د ژوندون به وی اؤ ستا د خولې جواب