نظم
د امکان اؤ لامکان
Ghani Khanچې ادم تنگ د خپل قسمت شی
په خپل لاس کښې ستار واخلی
چې لږ نور هم لېونے شی
نو شمشېر اؤ ابشار واخلی
چې حوا د مرگ د ويرې
د سبا په تلاش ووځی
د گلونو رنگ راغونډ کړی
د سُرونو شرنگار واخلی
همه رنگ دے د ادم
د ادم د زور امکان
څۀ دے کور اؤ لامکان
گل غلام، بادشاه خزان
کۀ جانان، کۀ بُت، کۀ رب دے
زما تنده اؤ ايمان
دا مکان اؤ لا مکان
دواړه جوړ زما د ځان
سره گلونه، سپين امام
ابتداء اؤ اختتام
گل بچے دے د ډېران
په سپرلی کښې پټ خزان
تېښته ويره اؤ شکست
د دله دغه اواز دے
تر غازی له شکست نشته
همېش فتح تل پرواز دے
گل چې خاورې شی هم گل وی
گل چې سور وی هم گلاب وی
يومهتاب او زر وريځې
بيا هم سپين خندان مهتاب وی
اؤ دمينې په ميدان کښې
سر بېلل جانان له تلل دی
دا منډهۍ د لېونو ده
ټول بېلل هر څۀ گټل دی
دلته ډوب په ړوکی جام کښې
د کعبې اوچت مينار
دلته ساه بېلل خُمار
دلته ځان موندل خُمار
دا مکان اؤ لامکان
دواړه جوړ زما د ځان
دا جانان اؤ بُت اؤ رب
زما تنده اؤ ايمان