نظم
د عشق نوُر
Ghani Khanد اسمان د سوری لاندې
اؤ د ستورو مشغولا کښې
د يخ سيند په غاړه ناست وو
دوه ياران مشغول صلا کښې
د سپوږمۍ زړۀ شو خوشحاله
په خندا ئې لاس کړو پورې
د عشق نوُر ئې هر خوا خور کړو
په بلبل کښې په لالا کښې
خوشحالۍ وزرې وکړې
چې د زړۀ د باغ سېل وکړی
اؤ دا دواړه ياران ښکل کړی
د سرو ستورو مشغولا کښې