نظم
د غم لُور
Ghani Khanلنگه تياره شوه رڼا ئې راؤړه
ادم چې مست شو حوا ئې راؤړه
مرگ چې دخپل ژوند تالاش کښې ووت
ژوندون ئې راؤړو اؤ سائې راؤړه
تورې چې چغه د کفر وکړه
ډهال ئې پېدا کړو ، قلا ئې راؤړه
چې اوښکې سرې شوې، شراب ترې جوړ شو
چې غم بابا شو خندا ئې راؤړه