نظم
د گلونو ښاپېرۍ
Ghani Khanدا اصل کښې زمونږ د دې گلونو ښاپېرۍ ده
څو ورځو له ئې د ځانه جوړه کړې ده جينۍ
نور قام ئې دے ختن کښې دا سوچه اشنغرۍ ده
په حُسن کښې ترې کمې دی خشته پرېستانۍ
کۀ نۀ راځی باور دې د گلونو تپوس وکه
هر گل به درته ووائی شانۍ ښکلې شانۍ
نوسا نوسی مې ټول د ژوند د باغ تازه گلونه
بس دا مې يو ارمان دے چې ئې ووينم ځوانۍ