نظم

د جمعدار ژړا

Ghani Khan

زوړ زۀ گنهگار يمه

پوليس کښې جمعدار يمه

سپے زۀ د سرکار يمه

په هيچا هيله نۀ کوم

سر به ترې قربان کړمه

د هر چا نه به ئې ځار کړمه

زۀ ئې کۀ قومېدان کړمه

بيا به گيله نۀ کړمه

دا عُهده مې ښه نۀ ده

بډو کښې پخه نۀ ده

د قام وينه ترخه نۀ ده

زړه مې پرې مړيږی نه

څومره چې ډکېږمه

دومره تږے کېږمه

تشی مې خوټکيږی

چائې د ملکانو وام

مخ د هلکانو وام

مال د يتيمانو وام

دا دمزې کار دے

څوک چې لږ شان بُغ وينه

بډو کښې لږ ستغ وينه

زر ئې په څټ جغ وينه

لاس لوئې د سرکار دے

وامه ئې مخ پړک په پړک

يا چې وی ماشوم هلک

دومره بهادر يمه

صېب ته تل سلام سلام

يار د خان مُدام مُدام

خپل صفت تمام تمام

هر ځائې کښې افسر يمه

ورځ کښې مې زړۀ نه چړقی

شپه کښې هسې پړق پړقی

لږه کۀ هم اوړقی

زۀ سا بړستن کښې بند کړمه

يا چې په سائېکل ځمه

وروستو لږ شان بېل ځمه

تېښته کښې اول ځمه

زور زۀ څلور چنده کړم

مړۀ سپی تل په لتو وام

غوښې د چغتو وام

اؤ يا اگئ د بطو وام

خېټه کښې ثواب دے

نۀ زۀ د چا خيال کړمه

فکر تل د مال کړمه

جمع کال په کال کړمه

وېلے مې حساب دے

سر زما کدو غوندې

چال مې د بدو غوندې

عقل مې د دُو غوندې

بيا هم په ميدان نۀ يمه

خېټه ده چاټۍ زما

خوله لويه هټۍ زما

خلاصه شوه پټۍ زما

بيا هم قومېدان نۀ يم