نظم

د جېلخانې خوب

Ghani Khan

خوب وينم عالمه کۀ ئې څوک راکړی معنی

پروت يم سر مې ايښے د خپل يار په زنگانه

خوب وينم چې پورته په هواب لکه د باز شومه

کيناستم په بام د محمود سترگې د اياز شومه

پورته د خاموش زړگی نه خوږ دمينې ساز شومه

خرڅه مې په حورو کړه د ډمو زمانه