نظم

د جېلخانې خوب (4)

Ghani Khan

خوب وينم چې سپينه سپوږمئ پاس په خندا راغلله

ما له محبوبا په شرم شرم تر خوا راغلله

شونډو کښې شراب اؤ په کوکی کښې قضا راغلله

سُور خُمار ئې راکړو پېمانه په پېمانه