نظم

د جشن اتڼ

Ghani Khan

پښو کښې د پېرنگ وه ټوله ايشياء پرته

بې هوشه، بې خوده افريقه توره بلا پرته

دغه وخت پښتون مغرور، مست په ننگ اوچت کړوسر

سرې سترگې، سره وينه، سره جذبه کښې ځلېده د نر

هر پښتون مجنون وۀ يا منصور، مُسکے د دار په سر

دې غرونو کښې غارونه، په غارونو کښې زمری ببر

تا چې بگېلے که ورته زۀ هم په غږېدو شومه

داسې گډا وکړه چې زۀ هم په گډېدو شمه

خېر دے زما وروره نن به ستا اختر کښې خاندمه

سحر له به زما وی په گډا به دې راغواړمه

مونږ کره تيارۀ ده ستا رڼا ته خوشحالېږمه

ستا د ازادۍ هوا ده زۀ ورته مستېږمه

وار مې دے راتلونکے والله خداې ږو نۀ صبرېږمه

سور په دله گانو هم په خپلو هم پردو شمه

هله به اتن شی چې زۀ هم په گډېدو شمه

ستا د ازادۍ دے جشن زۀ درته مستېږمه

زه به هم کۀ خېر وی نن سبا په پالنگ خېژمه

گوره سبا کيږی زۀ اودۀ په ويښېدو شومه

گډ شه چې غم هېر کړو وروره زۀ هم په گډيدو شمه

ورور دې يم خو سيال نۀ يم، ناست په قرار نه يم زه

تا خو ډولۍ يوړه خوزېدلے د يار تۀ يم زه

يا به ستا په شان زه هم، وصال شمه، خمار شمه

يا به تورې خاورې شم، يا يار سره به يار شمه

نن راته گډېږه ستا په وينه کښې اورونه دی

زۀ مسکے مسکے يم خو هر رگ کښې مې اورونه دی

سوز او ساز ئې گوره چې زه اور په پړقېدو شمه

مست شه داسې مست چې زه اور پړقېدو شمه

تا په نره وينه دا رڼا خندا گټلې ده

ما هم ښه په نره په بابړه بيولې ده

تا خو سره شيرينه شيرينۍ پالنگ له يوړله

ماته محبوبه ئې په قلا کښې کښېنؤلې ده

خو چرته پټېدې شی معشوقې د عاشقانو نه

چا په سور محل کښې چا صحرا کښې راموندلې ده

سر چې پرې ورکوم والله کۀ لسو قلاگانو نه

زۀ به ئې راوباسم دا خو ما يو ځل گټلې ده

وئ به دې دا ډول چې زه پالنگ ته په ختو شمه

ته به راته خاندې زه به مست په گډېدو شمه

ستا اختر زما اختر، ستا غم زما ماتم او غم

يو مو دی هډوکی، يو مو وينه يو د سترگو نم

يو مو ننگ او يو مو شان او يو مو پلار نيکونه دی

ستا د زړه خوبونه تول زما د زړه خوبونه دی

ستا دا تاوده وينه چې لمبې وهی دا اور کوی

دغه اور زما په هر يو رگ کښې هم ژړا کوی

خو خاندې چې اشنا نو ورسره اشنا خندا کوی

خانده يار خانده چې زه هم په خندېدو شمه

مست کړه اتن داسې چې زه هم په گډېدو شمه

مست کړه اتن داسې چې زه هم په گډېدو شمه

خانده زاړه هېر که، که غم وی سبا به نوے وی

گورو به سبا چې کوم دله به خفه شوے وی

دا به زه تر کومې په عقاب د ټپوس ښکار کوم

دا به زه تر کومې د خپل ذات او قام انکار کوم

دا به زه تر څو د يرې يرې د ښامار کوم

دا به زه تر څو خدمت د بل د خدمتگار کوم

ورکه که پښتو شوه زه به مخکښې ترې ورکېږمه

غټ به مې وی برېت خو په دله به زه يادېږمه

ما کښې خو پښتو ده بل جوهر او ملهم نه لرم

زور د منطق نه لرم هنر د قلم نه لرم

نه په بيوپار پوهېږم نه په سود او نه په زيان

پښتو راځی، په نسب خان بچی د خان

دا هم چې رانه لاړ ه شی خو تش ارمان به پاتې شم

د ژوند سرور غرور به ورک شی تش حېوان به پاتې شم

ډنگ ور کړه ډولکی له پښتون تل په گډا جنگ له ځی

وينه د اوبو ده ټينگه تل د وينې څنگ له ځی

سُر داسې شروع کړه چې يو اور په سوزېدو شمه

مست کړه اتن داسې چې زه هم په گډېدو شمه

نن د مستۍ ورځ ده گوره زه م په مستېدو شمه

او داسې گډا وکړه چې زه هم په گډېدو شمه

نن ده هغه ورځ چې پښتون ژوند په مرگ گټلے وۀ

خپلې محبوبې له زلمی سر تلی کښې وړے وۀ

ته مُلا بابا ماته د يو اسماعيل کړې قيصې

دلته هره گټه باندې يو قربانی شوے وه

اور وۀ که قيامت وۀ څه په شان پښتون تېر کړے وۀ

اوس چې مې هم ياد شی سره لمبه په رپېدو شمه

مست کړه اتن داسې چې زه هم په گډېدو شمه

څه هغه ځوانی وی چې زه هم په گډېدو شمه

څه هغه ځوانی وی چې نې درد وی نه ارمان وی

داؤ چې د سر نۀ لگئی دا ځوان به د څه ځوان وی

تل پښتون دا وينه د اوبو هسې بيولې ده

ساه ئې په خندا خندا واپس رب ته غورځولې ده

دے په زړه بهادر شين ازمری د تورو غرونو دے

هر چلی لومبړ دښمن ئې پنجو کښې وړلے دے

وينم چې سپرلے دده پُخلا په رژېدو شمه

مست کړه اتن داسې چې زه هم په گډېدو شمه ـ