شعر
دا خوب وينم که ویښ يم چی مي خوږ اشنا تر څنګ دی
Malang Janدا زه خوب وينم که ویښ يم چی مي خوږ اشنا تر څنګ دی
دا اواز دښا پيرو دې که د یار د پاولو شرنښګ دی
له اسما نه عطر اوري کا ڼي بوټي خو شبويي کا
لور په لور بلی ډيوی دی مخ د ځمکي پی خو شر نګ دی
نازولي ليلا را غله د صادق مجنون تر څنګه
نن ده شپه لیله لقدر دوه مین یو یی پالنګ دی
هسی پور ته مقام بیاموند ملنګ جان په ملنګی کی
تاسی وګوری یه خلکه نن نواب دی که ملنګ دی