نظم

د لندن معشوقې

Ghani Khan

دلته خوا ته ازغی دی

بل خوا څانگې د نرگس

د هنر علم سايه کښې

گرځی گل لبانه مس

هره نوې چال کړی

خو همه زړۀ کښې دا خيال کړی

چه له گلو بورا اړئ

په ازغو ئې کړی زړۀ غوڅ

ډير ئې ورک کړل، ډير به ورک کړی

ډير ئې سپک کړل، ډېر به سپک کړی

د ډنبر لشې دی پټې

دی لکو کښې د تاوس

غنی ځان "مُلا بادر" کړه

عقيده دې برابر کړه