نظم

د مُلا بهار زوې

Ghani Khan

کۀ بابا دې ازمرے وۀ

تۀ لومبړو کښې چورا ئې

يوه قړته د چلونو

خپل صفت خپله ثنا ئې

درکی اؤ دروغژن ئې

تۀ په زړۀ مردار پمن ئې

په خوراک کښې برهمن ئې

سپين گفتار او تور لمن ئې

تۀ اصلی سوچه ملا ئې

روحانی توره بلا ئې

اے د قهر خېرات خوره

کوم خوا ما ځان سره بيائې

چلولی چالاک قارغه ئې

تۀ لا بل قسم مارغۀ ئې

نۀ دې زړۀ نۀ دې ضمير شته

تېره ژبه، تېز مازغۀ ئې

خداې رسول منډۍ ته بيائې

روحانی توره بلا ئې

خرڅوے دې مړ بابا تۀ

په اوږو لکه گډورے

په کوڅه کوڅه کښې گرځې

جټې جټې دې خبرې

راوتې ښکار پسې زما ئې

لټ په لاس کښې دام په شائې

ستا په شان ډېر سپی دی ماته

دې کوڅو کښې غپېدلے

کۀ لنډيان وو که بوچيان وو

خپل نصيب ئې دے خوړلے

تۀ د ټولو سربالا ئې

نوې بده شان بلا ئې

دا چې ما به درکول تاله

د پېروو ډک جامونه

تا بدل کښې ماته کښېښول

د ډاکې د لوټ دامونه

غله جېب ته مې کړې لاس

ناست خشته زما په خوا ئې

ژبه تېزه دې چليږی

خو کانۀ دې دی غوږونه

خپله وائې د بل ناورې

تل به خورې تۀ تيندکونه

زما سترگې خو لگيا وې

وې وئيل درته حالونه

تۀ هم ړوند ئې هم شمکور ئې

ټول د حرص کښې مُلا ئې

تۀ په اور کښې مُلا ئې

شکر شکر چې مُلا ئې

بيا کۀ راغلې په دې لاره

چائی به درکړم خو کور نا

کټ، بالخ کښې به دې کښېنوم

ځان سره لکه ورور نا

خو لکه سپے به تۀ لگيا ئې

لکه سپے په مړؤمه

شکر شکر چې مُلا ئې

شکر شکر چې مُلا ئې

مُلا عالی مقامه، مزين ئې په صفات

چې خيال کښې دې غلمان وی اؤ ججوره کښې خېرات

والشړوت د فرنيات وی اؤ والخرپ د مېوه جات

اؤ تۀ لکه سخوندر ورته تاويږې په مېدان کښې

او دا چرگ چې من القمه کښې ورتاؤ کړې په دندان کښې

پاسته پاسته چرگوړی لکه چڼی وی د سوات

تالو ښه مرغن، په ترنم پرې ځی ايات

لا موړ چې چرته مړ وی، شنۀ نوټونه وی او سخات

فعرت دې دے(ښېرازه) ښۀ ښېراز ئې په ډېران کښې

دا چرگ چې من القمه کښې ورتاؤ کړې په دندان کې

ملا عالی مقامه دا منډهۍ ده کۀ جمات

ممبر خو د رسول دے خو محراب کښې دے منات

غويمې دی اؤ غلمان دی او د حورو نخره جات

غزا کۀ لکه سسته په دې کور د طيبات

اؤ ما خو په يو ړوکی ايات پوې که د قران کښې

بيا چرگ دې من القمه کښې ورغړپ که په دندان کښې

راشه ملا جانه ما يو بل جهان ليدلے دے

خاؤره خزانې دی ټول گلونه دی لعلونه دی

بل يو جهان ما ليدلے نور پکښې گلونه دی

خيال کښې ئې رنگونه دی او رنگ کښې ئې خيالونه دی

زۀ وينم يو خوب چې نر پرواز اوچت بادونه دی

داسې مست خزان چې هر نظر ئې بهارونه دی

ما د غره په سوکه کښې لېلی يوه ليدلې ده

سترگې مې د مور دی او په شونډو کښې گلونه دی

لوړه ، ملا جانه سوکه ستا دمُنارې نه ده

بره پاس اوچت دغرۀ په سوکو يخ بادونه دی

هغلته وريځو کښې دې دا مُناره جوړه که

هله به خبر شې چې سپوږمۍ ده که نمرونه دی

لوړ د سړيتوب د غرۀ په سر اوچت محراب که جوړ

نو بيا پرې اثرگوره د دُعا او د مونځونو

بام د جانان ښکاری بس د هغې مُنارې په سر

چې جوړه وی د مينې، د يقين او د خوبونو

دا ښکته په ډنډه کښې د گټو خټو سپين جمات

رنگ ستا په نفرت، ډک دازار او د ظلمونو

شاړه به دې پرېښې وه يو گل خو به ئې ټوکولے وۀ

نوم دې د خداې واغشت مزکه پټه د گلونو

تا ملا بابا جمات د خان بابا حجره کړه

خان سره وه خپله تا د خدای پورته ډنډه کړه

تا د سړيتوب د تالاش خوب او ارمان کور کښې

جوړه خپل څاروی له دخان اس له طبېله کړه

نو اؤره اوس هېن هېن پکښې او خوره پکښې وربشې

تشو کښې دا ډکې وی تل، ډکو کښې دا تشې

اے د ډنډوکو اشنا، رفتار وی په سيندونو کښې

ساز ئې په ډبونو کښې ، سُرور ئې په موجونو کښې

ماليدلے خوب کښې چې يوخوب دے په خوبونو کښې

هېر دے زمونږ هېر دے خو يو نوم دے په نومونو کښې

راشه ملاجانه اشنا سترگې وئ گلونو کې

زۀ خو دلته پاتې شوم، تۀ ئې گوره اياتونو کښې

زۀ به دلته کښېنم، لټوـ به ئې خُمونو کښې

تاته به دُعا کوم چې دې لوړې مُنارې شه

تۀ ئې لټوه په غټو غټو کتابونو کښې

ماته وئ گل څانگې نندارې په نندارې شه

گوره مُلا جانه رحمتونه دسترخوان کښې

او پريږده لېونے، د لېونو په بيابان کښې

حلوا د جنت خټه ده ورتاؤ ترېنه لسان کې

او دا چرگ چې من القمه کښ ورتاؤ کړې په دندان کښې

زمونږ لار جدا ده، دلته گټه ده تاوان کښې ـ