نظم
د وصال مزه
Ghani Khanد وصال مزه کۀ ما نۀ وې څکلې
په فراق به تر ازله ووم خوشحاله
اول ړوند وم، تا بينا کړم، بيا دې ړوند کړم
ځکه نۀ راکوی ژوند مزه اوس ماله
چې په شاتو باندې وپائی عمرونه
شمکی به مزه ورکاندی بيا چا له؟
شه پُخلا د خدائې د پاره زما گله
خور زړگے مې دے ډالۍ راوړے تا له
گلستان دخوشحالۍ کښې تل تل خاندې
څۀ خبر ئې د غريب بوډا د حاله
يار مې واخست رقيبانو، لېونے شوم
عبث خلک راولی طبيبان ما له
دا مرض زما له زړۀ کله اوښکے شی
ما په وينو دے لوې کړے څو څو کاله
دا متل دے چې د اور علاج په اور شی
نۀ جوړيږم، نۀ جوړېږم بې وصاله
چې اخر په ژړا خوار غنی رخصت شی
ورله وشلوئ کفن د يار د شاله