نظم
د زرينې په کېدو
Ghani Khanاوه يوه ذره د نور وه
شوه درياب کښې د خېشت ډوبه
په خوبونو د ځوانۍ کښې
يو شغله د نور پېيلې
دا نرۍ د هلال شونډې
دا د دوؤ ستورو رڼا ده
دا د هغې خوب تعبير دے
چې وۀ ما او تا ليدلے
دا هم زه يمه هم تۀ ئې
هم زما او ستا خوبونه
دا هم گل دے هم بورا دے
هم سازونه د بلبلې
دا چې ستا نيازبينو گوتو
د ازل څانگې ته لاس کۀ
دا گلاب ئې ترې راواغشت
په نورونو لمبېدلئې
دا چې ما غمگينې سترگې
په ژړا کړې بره پورته
دا زما د غم جواب کښې
سپوږمۍ گل دے رالېږلے
دا اوبۀ د دوؤ چينو دی
د درياب په طمع درومی
ربه جوړ ترې اباسين کړې
په گلونو کښې بهېدلے