نظم

در بار د سلېمان

Ghani Khan

غاړه د صحرا وه اؤ دربار د سلېمان وۀ

لوئې خلقې وې د سړو اؤ د پېريانو

يو خوا ملزمان قطار نيولې وو دېوانو

بل خوا په ادب لويه جرگه وه د مارغانو

پيش وو هتکړو کښې اؤ بيان پسې بيان وۀ

چې پيش نه دے بلا ده بېخ ئې اوښکۀ د مارغانو

په دۀ ادم بېللې ده، بېللې ده پېريانو

حقه، حقه، حقه چغې جوړې کړې دېوانو

غاړه د صحرا وه اؤ دربار د سلېمان وۀ

دا پيش نۀ دے، استاذ دے، دې استاذ دے د ډاکوانو

سر ئې د کمترو روک که بيخ ئې اوښکه د منږکانو

ټولې چرگې شنډې شوې فراق کښې د چرگانو

بانگ بانگوړی بند، ټېم ئې خطا کۀ د مُلېانو

ستا د منجوره ئې ستا خپل بانگی پټ کړے دے

اخوا د بچو سره ئې په شپږ کسه خوړلے دے

دغه ستا د تخت خوا کښې پېروی ته هم غلے دے

دا زنځير ترې لرې که نو دا پېروے تلے دے

ووې سلېمان زنځير ترې وباسئ زورلے دے

دې خو داسې مړاوے دے اؤ دې خو داسې ښکلے دے

نو شغ شو او پېروے غېب شو مخ کښې د پېريانو

نو حقه، حقه حقه چغې جوړې کړې دېوانو

واپس راغے مُسکې برېت ئې په ژبه تاوؤل

وې حکمت له چې عمل کښې ضرب ورکړې شی اټکل

غلا چې پڼاپيش ونۀ کړی خېټه کښې ئې درد کيږی

باد د غريب بند شی، بس ټق چوی او ټق به چويږی

دا څنگه قانون دے جناب زۀ پرې نه پوهېږمه

کۀ پټوم نو چوم او که نه چوم نو غل کېږمه

دا د خپله ځان چا خپل خيال چاپېره کړے دے

دې خپلو چرگوټو نه ئې ځان له حال چاپېره کړے دے

دا خو بنيادم ځان له څه کوږ حساب جوړ کړے دے

بل نه تپوس نشته ځان له ئې سوال او جواب کړے دے

ټول عالم ئې وخوړ، چا له دام دے چاله پړے دے

هر چرته چې مړے دے د دۀ د لاسه مړے دے

مال هم څه غم وکړه، اے بادشاه د بادشاهانو

من سلوی د ده ماله د مرو او چرگانو

بيا مې که غلا وکړه کړه چوری مې په پېريانو

حقه، حقه حقه چغې جوړې کړې دېوانو

دا زما دده په دې خوراک زړه جگړه ده

دۀ سره لټونه دی اؤ ما سره اټکل دے

دۀ سره دامونه دی چلونه دی مرگونه دی

زۀ د لوږې مرمه بس په ما کښې دغه چل دے

دۀ له که وړم، خېر دے د چا خونه چې ورانه کړم

ځان له چې ئې خورمه نو بس غل دے غل دے ، غل دے

دې خېټه دين خان ما شرموی په حاکمانو

غاړه د صحرا وه او دربار د سلېمان وۀ

نشته څه قانون مانون بس لاس د بری کار دے

څوک چې په کُرسۍ دے نو بابا شمس الديار دے

دا ادم بې زوره ازمری ته پيشونگړے وائی

زور چې ورته واچی پټۍ دے ورته بنگړے وائی

ستا دا قانون نۀ منی دے، زور کوی او زور منی

خپل سپين منی، تورمنی، نه پلار منی ، نه مور منی

بحث او بيان کښې خو نيکه دے د قاضيانو

ده باندې بېللې ده قانون کښې وکيلانو

حقه، حقه، حقه چغې جوړې کړې دېوانو

ووې سلېمان شاباش شاباش د پړانگ استاذئ

ستا کاتۀ د خيال او دليلونه دې د سيال دی

نۀ لگی په تا باندې قانون د ادم نه لگی

ستا د پنجې لاندې څه چې وی په تا حلال دی

شته ادم کښې ځاې ځکه قانون ورله پکار دے

تا کښې چې هر څه دی پيشو واړه د کمال دی

دې چې لنگور وۀ ځنگل ستا د (خاندان وه)

غاړه د صحرا وه اؤ دربار د سلېمان وۀ

مال دې د بابا دے د پنجری دی، که د جال دی

سرې زرکې د دير دی، که چرگوټی د هر کال دی

هيڅ فرق ئې مه کوه، که د سيد که د کولال دی

ستا د پنجې لاندې څه چې وی په تا حلال دی

واخله دا بخمل جرابې، پښې دې د کمال دی

نن شولې ازاده د ادمو د پېريانو

حقه، حقه حقه چغې جوړې کړې دېوانو

غاړه د صحرا وه اؤ دربار د سلېمان وۀ