نظم
در په در
Ghani Khanدر په در خاؤرې په سر، پهاړپور اؤ بهگنوتر
ځمه ځمه په سفر، کله شگې کله غر
کله تاؤ، کله تياره وی، کله سوز کله سقر
کۀ مې تېر ځان له يوازې، د چوړی په شان اختر
چې اميد له دهوکه ورکړم، وېم سبا به وی بل شان
هر سبا چې راښکاره شی، ستړے، سوے مازيگر
ميان بابا نه تپوس وکړم، د عمل اؤ د جزا
د الله دمينې رحم په بچوړو د حوا
که فطرت د رب قانون وی، رحم نشته په فطرت کښې
دشهباز، زمری وحشت دے، حُسن روک يرې دهشت کښې
په ژوندون کښې د کمال راز، زور دے، ظلم دے، طاقت دے
دازمونږ رنگين خوبونه، څه غرور څه حماقت دے
دا مونږ ځان له جهان گورو ددې خاورو نه بهر
ځکه ځکه در په در، کله شگې کله غر
درد او غم که نور او ساز وی، نو رحيم اؤ رحمن شته دے
خو ئې تول څۀ اړولے، اؤ انصاف ئې عجيبه دے
د خزان په شا ولاړ دے، د گلونو نه خفه دے
د منصور نه بره ناست دې، پاس په تخت باندې شمر
ړندې سترگې د بُت ښې دی ځان بېلل سترگې نظر
ستا د حُسن لېونی له، نۀ شبقدر نۀ اختر
ستا د نُور اوږی جهان کښې، نۀ سپوږمۍ شته او نۀ نمر
ستا د عاشق په درد لړلے، د ازغو تاج ئې په سر
پهاړپور اؤ بهگنوتر، در په در خاؤرې په سر
کله تاؤ کله تيارۀ ده، کله سوز، کله سقر