نظم
عشق
Ghani Khanسوز نۀ دے عشق ساز نۀ دے عشق اه او گريان نۀ دے عشق
مسته رنگينی دا نۀ ده، غم د جانان نۀ دے عشق
خوب دځوانۍ نۀ دے، د خوبونو ارمان نۀ دے عشق
مينه د مليار د سترگو، وخت د خزان نۀ دے عشق
تور تش د تيارې ډک، د تيارو بيابان نۀ دے عشق
مست د اُميدونو، يو درياب روان نۀ دے عشق
سترگو کښې کۀ راشی د شفق سرۀ د خُمار
عقل له کۀ راشی د سپوږمۍ د رڼا تار
دې مستانه زړۀ له يوه حوره د تاتار
دا د مستۍ حد دے اؤ د حد بنديوان نۀ دے عشق
مسته رنگينی دا نۀ ده، غم دجانان نۀ دے عشق
عشق يو وجد د رب دے په وجدونو د انسان کښې
يو دمينې ساز د زړۀ په سوی قبرستان کښې
روح د ړوکی گل د سپرلی سترگو دخزان کښې
مرگ عشق ته حېران دے، خو مرگی ته حېران نۀ دے عشق
خوب د ځوانۍ نۀ دے د خوبونو ارمان نۀ دے عشق
سوز نۀ دے عشق، ساز نۀ دے عشق
آه و گريان نۀ دے عشق
مسته رنگينی دا نۀ ده
غم دجانان نۀ دے عشق
خوب د ځوانۍ نۀ دے
د خوبونو ارمان نۀ دے عشق
مينه د عيار د سترگو
وخت د خزان نۀ دے عشق
تور تش د تيارې ډک
د تيارو بيابان نۀ دے عشق
مست د اميدونو
يو درياب روان نۀ دے عشق
سترگو کښې کۀ راشی
د شفق سرۀ د خمار
عقل له کۀ راشی
د سپوږمۍ د رڼا تار
دې مستانه زړۀ له
يوه حوره د تاتار
يو د مستۍ حد دے
اؤ د حد بنديوان نۀ دے عشق
مسته رنگينی دا نۀ ده
غم د جانان نۀ دے عشق
عشق يو وجد د رب دے
په وجدونو د انسان کښې
يو د مستۍ ساز د زړۀ
په سوی قبرستان کښې
روح د ړوکی گل د سپرلی
سترگو د خزان کښې
مرگ عشق ته حېران نۀ دے عشق
خوب د ځوانۍ نۀ دے
د خوبونو ارمان نۀ دے عشق ـ