نظم
فلسفه
Ghani Khanواؤره فلسفه د لېونتوب د لېونی نه
دا ايت خو نۀ دے خو قران کښې ما وئيلے دے
مرگ او زندگی يوه ده، غم اؤ خوشحالی يوه
ژوند چې چرته نۀ وی مرگے چا هلته ليدلې دے
زړۀ لکه دجام دے خوشحالی غم ئې شراب دے
تږې به رخصت شې تا خو غم ته نسکور کړے دے
خوند کۀ ئې جدا دے، ده نشه يوه د دواړو
دواړو کښې خُمار لږ د ساقی د سترگو تلے دے
مرگ کښې پټ دے راز د مرگ ژوندی پرې نۀ پوهېږی
دا ايت خونۀ دے خو قران کښې ما وئيلے دے
دا ښېسته ښېسته گلونه لا غوټۍ دی
په دوی مۀ خاورې کوه دنيا اباده
خدائې دپاره، خدائې د پاره رحم وکړه
دا ښېسته ښکلې وړه باغچه زما ده