نظم
گډه شه گډه شه
Ghani Khanد حرکت شاعری اؤ د ليدلو قران
د ناپوهۍ منطق اؤ د کڼو اذان
دا د هډوکو ژبه اؤ دا د وينې تورات
دلته ادم سړے دے نۀ ئې مذهب نۀ ئې ذات
دلته کښې هر ايات د خود اؤ حُسن ايات
دلته گويا منصور، دلته گونگے سقراط
تال سره يو ځاې شه د ژوند تصوير جوړ کا
د دې تيرو نه ماله بدرمنير جوړ کا
يا مې په بډه کا يا مې په بډه شه
گډه شه گډه شه، گډه شه گډه شه
يو مصنوعی فضا خو د ژوندون رڼا
د فرمائش خندا يو د گلونو غنچه
دې غم زپلو ته د خوشحالو پلوشه
د خزان مړاوؤ ته د بهارونو قيصه
گډه شه گډه شه اور شه لمبه شه
خزان دے شپې تورې دی سپينه شغله شه
ساز د غمونو دشمن د دلربا رېبار
کۀ چل کۀ دام دے خو کئی قيصې د بهار
گډه شه گډه شه نخرې رايادې کا
اؤ دنياگۍ د عقل ټولې بربادې کا
رڼا شه حُسن شه تيرې دی تورې
اے د اميد لورې د رڼا مورې
لکه د گلو څانگه خوره وره ئې
وينم چې خُورې مې ادم خوره ئې
هن واخله ومې خوره دا څۀ ته گورې
خاؤرې ايرې مې کا د ژوندون اور ئې
کله چې ستړې شې پريوځه بيا ډډه شه
گډه شه گډه شه، گډه شه گډه شه