نظم
گډوې وډئ
Ghani Khanچې خراب مې په سگرټو کړو پړپوس
او په مس مې خرڅ کړو دين، ايمان ، ناموس
چې مې هېرې د پښتو دملک قيصې کړې
چې په سلک مې کړۀ بدل د وطن بوس
چې په نوم د پلار نيکۀ به شرمېدلم
شوم فدا دمس د خولې مريد د بروس
سوټ مې واغوست جهالت ته په غضب شوم
ما وې راوړه بابا اوس زۀ مهذب شوم