نظم گډورے ځی په شا Ghani Khan Word meanings A− A+ Text size: 100% Copy Print Share Use the arrow keys to move between words. Press Enter or Space to open a meaning and Escape to close it. 01 چې زور په مخه وکړی سخته ووهی ډغره مازغۀ ورله گډوډ کړی خپل رقيب کاندی اوتره 02 د لرې راشغله شی، ټوپ اوچت وکړی په بره يو تندرد ځوانۍ په زور د خپل طاقت نشه 03 گډورے ځی په شا گډورے ځی په شا چې بل له ولگوی شا 04 گډورے ځی په شا وی هر وختې هر شی ته په غضب داسې په قار 05 په هر چا د دۀ ډق دے کۀ وی موړ اؤ کۀ وی خوار بل رور خپل ورته ښکاری خاص د خپلې ښځې يار 06 خپل رور ته اور افت، پردی ته نۀ لری نشه گډورے ځی په شا 07 يو تندر په څلوری، اور د زور، افت د جنگ په ځان دے نه په بل، لېونے کړے دے خپل ننگ 08 کۀ ځاې وی کۀ بې ځايه، دے دے بس اؤ جنگ اؤ جنگ غېرت يو لامثاله په خپل جهل کښې نشه 09 گډورے ځی په شا Dictionary meaning × Headword