نظم

غم

Ghani Khan

پنس مې "بخمير" روک کۀ قلم تش د سياهۍ

کوټه کښې يخ اؤ تريخ لوگے بهر يخه سيلۍ

دماغ مې پرېشانه زړۀ پرېوتے د مستۍ نه

خيالات مې روک نوستلی غم وهلی په ږلۍ

دُنيا مې د اُميد توره تياره ده رڼا نيشته

د غم د قيصو ډکه ده خندا اواز ئې هېر

د سا هره لمحه ترخه بې خونده وچه سپوره

محمود ځان لېونے کۀ شو خېشته اياز ئې هېر

دا غم نۀ د طاقت، د حکومت، نۀ د شوکت دے

دا غم د تېرېدو دے بې مطلبه د ژوندون

لېلی محمل صحرا، همه تيار دی خو افسوس

د ځان لېونی کولو همت ونۀ کړو مجنون

چې زه بوډا شوم نو راغلې غمه بې غېرته

يواځې ته په جرگو راغلې دومره بې همته

چې دځوانۍ نمر مې سرې شغلې وې

ستا روڼه ډېر مې پرې سوزؤلی دی

دې بې پروا زړۀ مې دا ستا غوندې ډېر

د مستو پښو د لاندې کړی دی

چې اوس ځوانی لاړه مستی لاړه

نو تا کښې هم تُوره پيدا شوله

ژوند څۀ ارمان شو څۀ سودا شوله

نۀ به شم ستا د تورو پنجو ښکار

ما کښې د سپين يقين رڼا بله ده

د امېدونو سرې مسکۍ شونډې

دلته عشق بل دے محبوبه بيله ده

کۀ دځوانۍ د دومې اور ايرې شو

خوب کښې ئې هغسې سور او ښکاری

کۀ می زړگے هزار ذرې ذرې شو

ماته دا سر ټيټول پېغور ښکاری

اخر پښتون يم يرۀ نه پېژنم

تۀ مې خوږولے خو ماتؤلے نۀ شې

تا په ما ډېر قسمه ظلمونه وکړل

څو دا دماغ اودۀ کؤلے نۀ شې

چې نۀ ډېر زيات شې نو زما محبوبه

زما جانان ماته مُسکۍ غوندې شی

چاپېره ملک ډک شی د سرو گلونو

نشه پېدا نرۍ نرۍ غوندې شی

زۀ غم څۀ نوم د غم هم هېر کړمه

چې دجانان سترگې خوږې خوږې شی

ټول تورتمونه په نور ولمبوی

په ښکلې خوله ئې د ارمان قيصې شی

دغه جنت دے دلته غم نشته

د حسن ستوری دی تورتم نشته ـ