نظم
غېرتی
Ghani Khanلاله مې افلاطون دے د تقرير اؤ د تکرار
لاله مې پاس په سټېج کړی د زمری په شان غرار
چې وخت او بخت ئې خپل وی هم ئې خپل وی تاڼېدار
بيا بس د دۀ يلغار دے هم په ښار هم په نوښار
خو چې وخت د غلبلې شی لاله مړاوی کړی غوږونه
قرقر ئې مدام خېژی په خوار ولگی دستونه
مړز دے بې غېرته پت په بډه ښۀ چغيږی
کوترے د کشميری دے په کوټه پاس ښه غپيږی
وزير چې کليوال وی ددۀ خپل حکم چليږی
چې پورته شی ممبر ته د نوچۍ هسې گډيږی
چې غم شی او تکليف شی لاله ځی د بی بی ترخ له
وائ راشه محمدينه اوس ټېله ورکوه وخت له
سر پټ کړی د بی بی د لمن لاندې په ژړا شی
وئ الله، د بونېر غوثه! را روان دے اوس به راشی
بی بی وائی خاوند ته، کۀ دا ستا بلا زما شی
دا لاس دې ولې رپی، په سلگو دې ولې سا شی
دا زيړ دې په لينگو باندې دی ښکته څۀ روان
پرون دې خواره ډېر وو جوړ خوړلی شاتوتان
لاله وائی بی بی ته ددې نوی وزير ترۀ
خو ستا د مور، د خور دزوی تربور دے د نيکۀ
ورځم چې راله وکړی د وزير، سره کاتۀ
زما نه خو زويرگی ډېر زيات د يرې وواتۀ
ورځم چې د وزير سره اقرار او زبان وکړم
او ځان له ددې شر نه د وتو څه سامان وکړم
لاله غريب روان شی مړاوې څټ مړاوی غوږونه
وزير ته ډېر په مينه، تعظيم وکړی سلامونه
بيا وخوری لس طلاقه دوه درې سوه قسمونه
وئ جناب ماته معلوم شو هيله ستاسو صفتونه
زما نوم هم کړه ليک د تابعدارو رجسټر کښې
دا سر مې شه قربان ستا د ملگرو په لښکر کښې
وزير ورته مُسکے شی وئ ښه وليکه بيان
چې اوسه پورې سپے ومه، خو اوس شومه انسان
لاله غريب په بډه ووئ دين، غېرت،ايمان
زر لاس په نامه کښېږدی، وئ قربان شمه قربان
بيان يو بيان څۀ دے لس به وکړم بيانونه
جناب ستا په صفت به وکړنگومه اسمانونه
ماښام ريډيو ووائی يو بل غريب دووس شو
يو بل د شهباز زوی د جنگه وتښتېد ټپوس شو
يو بل گلزار ايرې شو، ورک شو خاؤرې شو، بوس بوس شو
يو بل پښتون شو سپک ډوب ئې د پلار نيکه ناموس شو
يو ښکلے سر شو ټيټ يو ننگيالے پښېمان په ننگ شو
عجبه ناکړده شوه چې پښتون په پښتو تنگ شو
نامړده لاله واؤره يوخبره د غنی نه
پښتو، غېرت او توره، په پښتو او غيرت مينه
دا هيڅوک بل له نه کړی، دا هر څوک ځان له کوينه
دا ژوند دے، د روح ژوند دے، لکه ژوند د وجود وينه
دا هغه فلسفه ده چې خليل ته ئې اور کۀ نُور
دا هغه مست شراب وو چې څکلی وو منصور
ارمان دے غېرتی چې عجيبه دې سودا وکړه
د خپلې حيا غل شوې د خپل کوره دې غلا وکړه
چې شپه شوه د معراج تا د ټيزونو دُعا وکړه
چې وخت دخندا راغې تا شروع په ژړا وکړه
يا خيال د بادشاهۍ يا دې شروع کړې بنگړی واتې
لاله کونی، زر مړ شی، خو زاری ئې شی تل پاتې