نظم
غرور
Ghani Khanکۀ زۀ بد يم ښۀ دی څوک؟
چې زۀ ښۀ شم څۀ دی څوک؟
کۀ هر گل باغچه کښې خاندی
په ډېران پراتۀ دی څوک؟
دا چې تۀ ئې لوگی ته ژاړې
په دې اور وراتۀ دی څوک؟
هم کئ عشق هم کئ ويرونه
د بونېر دا خرۀ دی څوک؟
غنی اور سره کړی لوبې
خو خبر ترې نۀ دی څوک؟