نظم
گلې!
Ghani Khanتۀ چې ښکلې بې بها ئې!
زما دين زما دنيا
گلې! تۀ گل لالا ئې
زما ستورے د سبا
گلې! گل دې کړو گلزار
ستا د مخه پرې بهار
که چينه ده که ابشار
ستا خبره ستا خندا
شو حېران پخپل کردار
چې ستا بُت ئې کړو تيار
هغه لوې پروردگار
ستا په سترگو شو شېدا
تۀ ئې جوړه کړې حسينه
گل بدنه گل رنگينه
بيا ئې کړه ستا په جبينه
د سپوږمۍ سپينه رڼا