نظم
گوډاگی!
Ghani Khanزما ويره جنت او جومات زما
زما هر سُرور مناجات زما
منارې د لرچې کښې زما پستی
دا د مرگ نه بچ کوم زۀ ژوندون هستی
اؤ د شرابو جام، د زمزم چشمه
دا دځان د نيولو يودام زما
دا جنون جانان، دا مرشد کعبه
دخپل هوش نشه کولو يوجام زما
گوډاگی ما جوړ کړی خپل ځان له دی
سرۀ لبان د يار، عبادت، سُرور
ما بندونه اچولی طوفان ته دی
د اميد گلزار اؤ قلا د نور
ما د مرگ فاتح د زوال اقا
دې شکست له يو شان مونتلے دے
ما غلام له د سرو زرو تخت او تاج
ما لوگی له مکان مونتلے دے
دے زما جنون دا خائشت اؤ يار
دا سُرور زما ددې تلو غُبار
دا جنت زما د ارمان تصوير
اؤ دوزخ زما د دردونو ښار
زما سترگو کښې رب او ايمان دے
زما درد کښې وصال او جانان دے