نظم

گاندهی اؤ شاعر

Ghani Khan

شاعر : گاندهی کښې د صفت څۀ ځائې مې ونۀ موند

مخ ئې مخ نۀ دے، بدن ئې بدن نۀ دے

شاعر : د دۀ برېت خو کونډه دار، سترگې سرې نۀ دی

په وجود کښې خو هېڅ ځائې د ديدن نۀ دے

شاعر : په دۀ ولې د دنيا سترگې خوږيږی

اؤ د دۀ نه ولې هر ظالم ويريږی

غنی : چونه گچ نۀ وی قبرونه د غازيانو

نۀ څوک پېژنی سقې د شهيدانو

غنی : نۀ لېلی وه ښاپيرۍ نۀ اياز سپين وۀ

نۀ علی تش په جوسه شه مردان وۀ

غنی : ډېر په خاورو کښې لوغړيږی بادشاهی کړی

ډېر تاجونه دی په سر د ماشومانو

غنی : بادشاهان د خاؤرو جوړ خاؤرو له لاړ شی

لړزوی اسمان ژړا د فقيرانو

غنی : چې ئې سر په سجده پروت وۀ فرشته وه

چې ئې سر په غرور پورته کۀ شېطان وۀ

غنی : چې پخپله د ازغو تاج څوک په سر که

هغه سر له زېب دے تاج د بادشاهانو

غنی : دا بدرنگه بې صفته ځناور وۀ

غم خدائې ورکړو خدائې په دۀ ډېر مهربان وۀ

غنی: دۀ ته ئې وښوله مستی خپله هر شی کښې

کۀ وۀ کاڼے، کۀ وۀ بوټے کۀ انسان وۀ

دۀ کښې مينه دهر شی د ژوند پيدا کړه

دۀ کښې ترس په زبون حال دمظومانو

دئې پيدا کړو بې پرواه د نوم ناموس

څۀ به نوم وی څۀ ناموس د غُلامانو؟

نۀ طاقت دا څۀ لری نۀ فوځ نۀ توپې

د دۀ زور دے تش صاف زړۀ د صاف گويانو

محبت د خدائې صفت د زړۀ طاقت دے

هر طاقت غلام د دې دغلامانو

د دۀ مينې ښائست کښې پټ بدرنگ وجود کړو

څۀ کۀ لاندې د گلونو پروت ډېران وۀ