نظم
گواه
Ghani Khanيو ټگی د رنگ کښې درياب رنگا رنگ
يو څاڅکی د ساز کښې هم سوز اؤ هم شرنگ
يو ژوند هره لمحه کښې سوونه عمرونه
يو چونگ کښې د خاؤرې مستی اؤ غمونه
په لپه ايرو کښې ښارونه د نور
د هر گل په شونډو رازونه د طور
خاؤرينه څرمن کښې خندا اؤ غرور
تيارې د شهوت او رڼا اؤ سُرور
دې بُت کښې د خاورو دا تال د ابد
د څاڅکی په مخ کښې جمال دابد
ثبوت مانه لوې
ستا دځان کوم دے
گواه مانه ښۀ
ستا د شان کوم دے