نظم
گوگوشتو
Ghani Khanهمه بحث ئې فالتو
نۀ بس کئی اشنا قړتو
په خپل ځان ئې پوخ گمان
دا استاذ د ارسطو
بنده کړی ذرې ذرې
دا بې واره ټرټرې
پېرے ځان کړی "ښاپېرۍ"
دا د ډزو ازمرے
کئی مزه ډېره مزه
صفت خوله کښې د بل چا
لا چې وشی پشی شا
شی مزه ئې لا سوا
خوند خبرې کئی د وار
غلې غلې په قرار
څورب خر د قندهار
چپه خوله ښکاری اوښيار
پوې شه دې پوره ټرتو
دا اوچت اواز قړتو
ځان گڼی پوخ جرگتو
دا د خټو گوگوشتو