نظم
گيله
Ghani Khanدا څۀ انعامونه دی، حسابونه دی، کتابونه دی
مونږ سره چونگونه دی اؤ تۀ ئې په بحرونو وئ
چرگه د ساحل هغه امکان به دې کوم ځاې کښې وی
زۀ ئې په ډيوه وينم اؤ ته ئې په نمرونو وئ
نۀ وينم، حېران يمه، خوبونه اُميدونه دی
طمع مې پېدا شی چې خشته ئې په گلونو وئ
خوښ مې ئې په دې چې مُلا جان ته ئې په سوالونو وئ
اؤ ماته ئې د حُسن په رنگينو نعمتونو وئ