نظم
حاکم
Ghani Khanلاړمه منډۍ ته د تهذيب د غُلامانو
لاړمه کوڅې ته د ډوډۍ د عاشقانو
يو پونډ وۀ، يو ډالر وۀ، اشرفی وه، يو قران وۀ
لاس کښې مې نيولئ د بادشاه د لاس فرمان وۀ
وۀ مې موندۀ يو چې ډېر ئې زور لږ ئې ايمان وۀ
خېټه ئې جومات وۀ، مصله ئې دسترخوان وۀ
پلار ئې دلال ورپسې وروستو روان وۀ
خرڅ ئې کړو په مالکه د چچ د دلالانو
کښې مې ناؤ په تخت زۀ ئې مريد هغه مې پير دئ
مېوې له دله دئ، ولې غوبل د بمير دئ