نظم
حقيقت اؤ مجاز
Ghani Khanدا دوه حورې د جنت دی وهی شرابو کښې لامبو
کۀ مې سترگې د جانان بيا شولې ډکې د اوبو
چې د مينې په مذهب کښې شک کول کافر کېدل دی
کۀ منم دې کافر کېږم خلاص به نۀ شم په توبو
د نرگس بوی کښې پيئلې د سپوږمۍ د شغلو جال دې
په کښې پروت يو لېونې دې چې مجنون دې کۀ بلال دې