نظم
حساب
Ghani Khanيو خوا ليونے دے د ټيکرو جام په لاس
غواړی د عطار نه روح دگل، خُمار د گل
بل خوا "هوښيار شاه" دے پوه په گټه، په لباس
پوخ ئې کۀ خوراک له هم "پپخی" او هم بلبل
تلۀ په لاس ناست دې خرڅوی مينه خُمار
بس ددۀ ايمان دغه جنت دے نشته بل
بې خُماره مينه لکه بې نشې شراب
زهر څښل حرام دی او حرام ورته کتل
بې مينې ژوندون دے، لکه بې سُره ستار
ټنگ ترې نه اوښکل د جنت حورو ته کنځل
روکه کړه مجنون ليلی محل کښې د ايران
دۀ ته سور محل شو د غمونو بيابان
ټول جهان ته اور وۀ دۀ ته مينه دجانان
وۀ د دۀ خندا پټه ژړا کښې دجهان
دۀ ته درد او چغو کښې وۀ ناست مستی ژوندون
دۀ له وې دوه لارې يومرگے او يو جنون
ښه! يوخوا خو دغه بل خوا بله تماشه ده
ناست ځان له "نمرود" دے او د بل درد ئې نشه ده
دا څۀ عجيبه شانتې انصاف دے د فطرت
گل له ښکلے بوی دے او ډنبر خوار له لشه ده
دا څۀ عجيبه خېشت پرستی ده د رحمن
مړه پرته بلبله ده او نښتې پرې باښه ده
څۀ وکړی شاه باز يا به ورکيږی يا به زور کړی
څۀ ؤوې جرس چې وی ژوندے هله چې شورکړی
دغه دې جهان، دغه ئې چل، دغه ئې راز دی
دغه دے ساقی، دغه محمود، دغه اياز دے
دغه "وئ" د غم او دغه "وخ" د همه ساز دے
دغه د "خيام" او د "بلال"د خولې زياتول
ځان مستول مينه او خُمار زياتول
دے د ژوند تنور کښې سور انگار زياتول
يو د ياز د خولې وږې بل ئې د دولت
يو د "خان" په سترگو ورک او بل ئې په شوکت
يو ئې مست په شرنگ او په خندا او په سرور
بل ئې په غضب د غورزنگونو د شهوت
يو ئې په تيرو د غم په لړو د ماښام
بل ئې په سيلۍ او په باران او په قوت
يو په ئې پستو پستو سوالونو دارمان
بل ئې په دباؤ او په جلال او په شوکت
يو له تېز نيلې، سترگې سرې، سره توره په لاس
بل له تنهائی، رنگين ملکونه د حېرت
يو له د الماسو محل، سپين او روڼ او پاک
او بل له شړتېدل، ړقېدل او حېوانيت
دوی سره حساب خو لږ څۀ گران شان دے
ربه ستا جنت هم څۀ عذاب شان دے