غزل

حسن دې خزان مه شه رنګ و بوی له ګله وړي

Mohammad Siddiq Pasarlay

سر به دې حيران مين څنګه له درشله وړي

مخ د ارايش په نيت نه نيسي هندارې ته

ناز د نازنين حسن وګوره پخپله وړي

خار و خس د مينې ته نه ګوري په کرکه ناز

ځاله د ګل څانګو ته تل توره بلبله وړي

ژمي کې نری سيوری هم په سړي پېټي شي

سوړ زړۀ به د بل حکم څرنګه او څله وړي

شور ته د بلبل نه شو نرم د مالي زړۀ هم

پټه خوله د لمر نوا واورې له کابله وړي

خپور دی د سيالۍ مرض هم د تجاوز جنون

هر سين کې موجونه هم سوبه يو له بله وړي

ژوند کې د مطلق ټکی لږ منه پسرليه چې

داغ د انسانيت دمخ مرګ هم کله کله وړي