غزل

ما چی وی ځوانی می په ستنه راتله

Mohammad Siddiq Pasarlay

ستا په خورو شونډو چی پلمه راتله

لطف یې دنګاه له سده وړی وم

څنګه به په خوله ورته شکوه راتله

درسته شپه می هیله چورلیده په زړه

خواته دسری شمی پروانه راتله

څومره به ستومانه وی دخیال پری

درسته شپه می  سوی زړه ته تله راتله

سیوری یې دزلفو چی پری ولویدو

اوښکو ډیوی  بلی کړی چی شپه راتله

څومره خاطر خواه یې ایښود پل په ناز

ماچی ویل سرته می نشه راتله

خوب می لید «پسرلیه» ځی راځی ښکلی

څومره چی کیدای شی ښایسته راتله