غزل
قدم چی چير ته اخلم پل په پل دی يادوم
Mohammad Siddiq Pasarlayد سين غوندی غنګۍوهم او تل دی يادوم
ګلشن کښی که هم ګر ځمه مقصد می ته بې ، ته بې
بورا دی کړمه مينی ګل په ګل دی يادوم
بيګا می ليد د مينی د وفا اجر په خوب
په خلد کي يم د حورو او در شل دی يادوم
پيوند دی لکه ميخ چی په څتګ وهلی کيږي
هر ځل تر پخوا تينګ شي چی هر ځل دی يادوم
تر اور به سوځو نکی لوګی نه وي چا ليدلی
په زړه می سور اور بل شي چی اوربل دی يادوم
وطنه يادوم دی په هر نوم به هر عنوان
فرخار دی يادوم او که کابل دی يادوم
په ذهن کی می يو يو بهار ريدي شي ګريوه چاک
شهيده چی په وينو سور مورچل دی يادوم
د مخ تر ښکلا ډير کم نه دی حسن د هنر
پسر ليه» ليونيه په غزل دی يادوم »