نظم
حُسېن (رض)
Ghani Khanدا قيامت دے کۀ معراج دے او که ورځ د کربلا؟
دی دا شگو کښې سرې وينې کۀ گلونه د لالا؟
سور خُمار زهرو کښې گډ دے ترې نه ډکه ده پيالا
څۀ په جوش ورته روان دې د مئينو سر بالا
ولې خپل عاشق ته اچئ د سکروټو کټ ماله
چاته وائی گلاب بچے دے درنه غواړم حلاله
چاته سر، چاته گلونه، د ژوند حسن او کمال
نن بادشاه د عاشقانو، در روان دے اے جانانه
شان د مينې درته ښائی، توان د دې خاؤرې ځی روښانه
گوره سترگې ئې ځليږی، په څه نوی نور مستانه
ستا منصور ورته پسخيږی، ستا عيسی ورته حېرانه
دا د دۀ د درد لمبې دی، کۀ د نور ستوری روښانه
يوگلاب ځان له روان دې، تک تور سوی بيابان کښې
يوه سپينه شمع خاندی، د يو قهر په طوفان کښې
ولې کوم خوا ته روان ئې، اې حسينه ولې ولې!
کربلا نه ده بلا ده، په دې شگو کښې څۀ گورې
ولې غم دې لا خېشته کړې، پستې ښکلې سترگې تورې
زور ا و زر، اقبال او بخت دې هم هما ده هم ئې سورې
يزيد خان دې د جهان نن، انسان اوږې اؤ کمزورې
دانسان د شان مثال ښئی دې خرڅ شوی روک غلام ته؟
د سبا د ستوری نور ښئی، دې د ژمی تور ماښام ته؟
بره مه گوره حسېنه نن ستا خدائې دې ستا جانان
نۀ مدد کئی نۀ پره کئی ستا دې وخت د امتحان
ستا اختيار او تقدير يوشو، په دې ورځ په دې مکان
ستا د مينې مستی گوری، زور دې گوری د ايمان
اې د سرو گلابو څانگې، نن ماښام دې د خزان
دا کافرې شگې تږې، ستا د وينو په ارمان
ځه ورځه زما جانانه، ساقی، لرې مېخانه کړه
د سور اور او سور خُمار نه، تاله ئې ډکه پېمانه کړه
اې زما غمگينه ياره غم دمينې دې حصه کړه
سوز د ساز خېشت او خُمار دې، د يقين مور تلوسه
چا چې موندې دې جانان خپل، په ارام په د لاسه
نوم نشان ئې مرگی ورک کړل، وخت ئې ورکه کړه قيصه
چې د سر سره پرې داؤ کړی، مستی، حسن ارمانونه
سرو زر قسمه مستی شی، خُمار زر رنگه نشه
گوره گوره اې حسينه، گوره دغه دې دې عيسی
دغه مست ملنگ موسی دې، اؤ ابراهيم د رب اشنا
يو په دار، يو د اور مينځ کښې خسن وليد د دلبر
بې گناه يو په صليب شو، د ازغو تاج ئې په سر
ستا د پاره اې حسېنه، دغه سپين تېغ د شمر
هم ايمان دې، هم نرتوب دې، هم قسمت دې، هم باور
اې د مينې بل مشاله، رڼا راغله د سحر
دا د قهر طوفان راغې، که يزيد سره لښکر
گوره گوره پاکه ربه، عجيبه مېدان د جنگ دې
يو خوا زور، تورې، صفونه، بل خوا تش د حسېن ننگ دې
يو خوا زور، غرور او حرص، قت په قت او څنگ په څنگ دې
بل خوا يو مئين ايمان دې، مستانه او په غورځنگ دې
ربه وگوره فرعون نن، بيا موسی سره په جنگ دې
عجيبه شين ازمرې دې، هم بادشاه دې هم ملنگ دې
يو خوا سترگې دی دکاڼو، هر ضمير خوړلې زنگ دې
بل خوا وړوکې، خوار ټولې دې، مری د تندې په ساه تنگ دې
د هر يو نظر کښې گوره، نرتوب څۀ چې ليونتوب دے
د ادم د شان قيصه ده، کلک يقين د سړيتوب دې
ټول جهان توره تياره ده، دوئ د نور ليدلئې خوب دے
جنگ په تاج دې نه په تخت، جنگ په حق دسړيتوب دې
دا مغروره فرعون ناست دې، کۀ يو مست ببر حېوان
يخ بې رحمه چمچار، چجه شوې په ډېران
مری د تندې وهی لتې، وړوکی وړوکی ماشومان
چارچاپېره ترې ولاړ دی، قطارونه لښکريان
يو يو گل د تندې رژی، د رسول د گلستان
او يزيد ولاړ دې اوری، دا سلگۍ او هائ سوران
دا بلا د کربلا وه نيم لېوه او نيم شېطان
په دنيا کښې دی تېر شوی، ډېر بې رحمه بلاگان
داسې ظلم نه دې شوې، نۀ به وشی په جهان
د چينې په غاړه مړۀ شو، ټول دتندې ماشومان
اخر چغه کړه حسېن،نر بچے زۀ د حيدر يم
څۀ کۀ نن يم اوږې تږې، زۀ په اصل شېر ببر يم
راشه وگوره فرعونه د حيدر د وينې اور
لږ راودانگه مېدان ته، چې ښکاره کړو سره زور
خو يزيد ترې شاته پټ شو، چارچاپېره جنگ شروع شو
کربلا په وينو رنگ شوه، بيابان ډک د نعرو شو
دا د لسو او د زرو، جنگ خو نه وی قتل عام وی
په لکها په زرو خرڅ، د خپل حرص هر يو غلام وی
د حسېن ملگری واړه، په نرتوب کښې حېدری وو
خو سېلاب دتورو ډوب کړۀ، کۀ سل ځله ازمری وو
ستړې تږې خوږ يواځې، حسېن وکتل اسمان ته
وۀ علی مُسکې ولاړ، ئې کتل ښکته مېدان ته
وې "اې حسېنه! زمونږ وينه تل ده خدائې له بهېدلې
ستا نيکه او بابا دواړو څو څو ځله بيولې
اور بس اور دې اې بچيه، چې پاکيږی پرې فولاد
د شهيد وينه مستيږی، تل په توره د جلا د
ټول جهان تيرو کښې گېر وۀ، خپل غېرت ايمان ترې هېر وۀ
چې بنده د بل بنده شی، ډېر نسلونه کړی برباد
زور هم زهر هم شراب دی، د سړی نه ځان خطا کړی
د غرور ماڼۍ وی دنگه، خو کچه ئې وی بُنياد
د ادم نوسا نوسو کښې ، نۀ بادشاه شته نۀ غلام
خپله خېټه سړے سپے کړی، سړيتوب ئې کړی برباد
بل په مکر په فريب، په دهوکه په چل ولونو
نيم لومبړ، نيم ازمرے وی، په خپل علم کښې استاد
رحم ورک شی، ظلم ډېر شی، سړيتوب د سړو هېر شی
يو سور اور ترې نه چاپېر شی، هر څوک خپل عذاب کښې گېر شی
قانون مړ شی، زور نادر شی، نر تالا، گيدړ دلېر شی
بې غېرته غېرتمند شی، سپے غړمبېږی ببر شېر شی
زر شی زور د هر چا خان شی، خوار غريب په ژوند ستومان شی
بدخنزير د هر چا پلار شی، که خنزير سره مال ډېر شی
وزير غل، امير ډاکو شی، ايماندار په سيند لاهو شی
روغ به مری يا به غل کيږی، چې ټول غله ترې نه چاپېر شی
ټول وطن يوتور ځنگل شی، يو د بل په غوښه پائی
ځناور ترې امان غواړی، چې انسان په کومه تېر شی
علم چل شی، مذهب دام شی، رنگ حلالو کښې حرام شی
هر سبا لکه ماښام شی، ژوند په تور افت کښې گېر شی
دغه وخت کښې دخدائې رحم اؤ رحمت په جوش کښې راشی
چې دې ښه کلک پهلوان شی، ورته جوړه کربلا شی
مرگ له نوې معنی ورکړی، ژوند کښې نوې رڼا راشی
اخر چرته په سپرلی کښې، پرې باران او پړقا راشی
ناگهانه وچ صحرا ټول، سره گلونه د لالا شی
ځه ورځه ورځه حسېنه، په خپل بخت شکر گزار شه
ستا شمر سره نېټه ده، سپېلنے دمخ د يار شه
کۀ رښتيا پرې تۀ مئين ئې، په خندا ورته تيار شه
اے په غم سوی گلابه، ورشه څمله په قرار شه
حسېن ووې مرحبا، دا ارزانه ده سودا
کاش چې وے مې په تنا، قط سرونه په زرها
او يو يو ورکولے ما، په زر قسمه کربلا
دا دې درغلم بابا، لا اله الا الله
ستا تقدير هسې يو اور دے، ځی په مخه دے روان
کله وسيزی بې وجې، سپين گلونه ماشومان
کله تاج د سرو په سر کړی، گيدړ سترگې شرمښان
د يزيد په لوےئ محل کښې د شرابو رود روان
د رسول بچی دې مړۀ کړل اوچې شونډې په مېدان
د يزيد په سور پالنگ کښې په ژوندون حورې غلمان
د حسېن جانان مرگے دے او پالنگ ئې رېگستان
ظلم، ظلم، دومره ظلم، وران دې نۀ کړو پرې جهان
د حسېن په ځنکدن کښې، د يو گوټ اوبو ارمان
امتحان دې کوؤ د مينې، د حسېن څۀ امتحان
ولې زوےئ د حېدر، نۀ وو شېر ببر مرد مېدان
مکوه، مکوه اے اجله دا سر نۀ دے د وژلو
د ادم شان او سينگار دے، تا پرې اور ولگولو
موټې خاؤره، داسې مسته د زهری په شان ځليږی
سترگې سرې ئې داسې اورکړی لښکرونه ترې تښتيږی
و مشال د حريت دے، د خپل زړۀ په زور بليږی
پټ د زړۀ په تارخانو کښې يو سرور دے چې غږيږی
حسېن وکتل چاپېره، اور شوې ژونده، اور شوې اور
دې بې حسه تور ماحول کښې هره ساه شرم پېغور
په دې ظلم په دې اور کښې، يو ساعت ژوندون حرام دے
دا دې درغلم مرگيه، زور او صبر مې تمام دے
کربلا ذره ذره ستا، وئ به چغې تر قيامته
چې انسان به زورور ته په هيڅ شان سر نۀ کړی ښکته
غلامۍ نه هر څه ښه دی،دا چې تېر شو او تيريږی
ربه داسې زمانه ده، ژوند دمرگ په بيعه کيږی
په خپل ژوند کې په هر چا به کربلا يوه جوړيږی
چې څوک ځی دجانان کورته په دې لاره به تيريږی
دا يو ستړې غمگين سر دے، لوگے کومه ئې له تا نه
دا روستې مړاوې سور گل دې، د حېدر د گلستانه
سر دې ورکړو لکه نر شېر بچې د شېر ببر
نۀ د خېشت دې څوک ثانی شته، نۀ د تورې برابر
اے بادشاه د شهيدانو، نره خانه د نرانو
ستا مرگ هغه ياد تازه کۀ، چې هېر کړے هر انسان وۀ
ستا د ژوند او دمرگ تول، ماته وښود کربلا کښې
ځکه کله کله زۀ اوس هم د شپې ژاړمه
ستا د خېشت او نور کمال بيا په دُنيا غواړم
کوم درته منت دعا ، اے حُسېنه راشه
هر قدم شو کربلا، اے حُسېنه راشه
څۀ رنگين سرور دې واچو لا اله الا الله کښې ـ