نظم

عبادت

Ghani Khan

د ملا عبادت کسب

پاڅېدل اؤ کښېناستل

د حلوا په ارمانونو

تل الله الله کول

د ملا مينه عجيبه

په پېتۍ مئينېدل

اؤ د حورو لمغړو ته

د خرچوکو هڼېدل

د صوفی عبادت وير دے

سوزېدل او ژړېدل

د رحمن رحيم د نوم نه

رپېدل اؤ يرېدل

د صوفی مينه عجبه

د زړۀ گل مړاوے کول

بې کنار درياب د حسن

په کوزه کښې بندول

د زاهد عبادت چړ دے

سوال منت ژړا کول

په جنت اؤ دې دنيا کښې

د فائدې سودا کول

د زاهد مينه عجبه

په خپل ځان مئينېدل

د ريا سپی جوټه کړې

دلربا له ورکول

د غنی عبادت مينه

ځان جانان کښې ورکول

د مهينو سترگو شرنگ ته

گډېدل اؤ خندېدل

د غنی مينه عجبه

ټول بېلات هېڅ نۀ گټل

دا خپل ځان اؤ جهان واړه

يو خُمار کښې ډوبول