شعر

ابلیس و خندل

Abdul Bari Jahani

خالق دا ښکلې، دا رنګینه ځمکه

د هسکو غرونو، د لعلونو د سیندونو سره

انسان ته وبخښله

او په سینه کې یې ورکښېښودله خپله مینه

خو ده په زړه کې د شیطان په لمسه

د سرو او سپینو او د خاورو مینه وروزله

د همدې مینې په خاطر یې د ورور وینې توی کړې

د فرشتو له سترګو اوښکې راغلې

او شیطان وموسېده

د همدې مینې په خاطر یې ولسونه اېل کړل

د یوه لوی سپه سالار په نوم پوځونه جوړ شول

ځمکې یې لاندې کړلې

جونګړې ونړېدې

د سرو او سپینو خزانې جوړې شوې

سپه سالار له خپله ښاره کډه وګرځوله

او د بل ښار د خزانو په تمه وخوځېده

تورې راووتلې

چړې په وینو شولې

سرونه ورغړېدل

کلي لمبه لمبه شول ښار او کوڅو اور واخیسته

سپه سالار ښځې له ښاره څخه لرې یوړې

او پرې تاوده یې کړل د سود او د سودا کونجونه

کتار کتار ځوانان یې ودرول

د ټولو زړونه رپېدل سترګې یې هېښې پاتې

او یوه ګړۍ راوروسته

د لوی پېشوا په حکم

لکه برګونه د خزان سرونه ورژېدل

فرشتو وژړل شیطان له خوښۍ ونڅېده

پېړۍ پېړۍ د جنګ لمبو ښارونه وسوځول

د لې خبرو د ناپوهو خلکو

د برېتورو د غښتلو اتلانو

د زمرو په وینو

د غرو لمنې، د ښارونو کوڅې ورنګېدې

او یوه شپه څه کرغېړنې شیطاني وسوسې

د کوم ظالم سپه سالار زړه ته لار پیدا کړه

پوځ یې راوباله لښکرې یې راجمع کړلې

او د دښمن د ستر معبد خواته یې مخه کړله

د فرشتو زړونه بیا ورپېدل

او پر شیطان له خوشالیه جامې تنګې شولې

سپه سالار د خوني پوځه سره

په لار کې کلي درمندونه، لوی ښارونه چور کړل

هر څه یې وسوځول

د غرو لمنې بیا په وینو سرې شوې

دښتونه ورنګېدل

هدیرې ډکې شولې

له ښاره پورته شوې د ښځو ماشومانو چغې

او د پوځونو له هیبته ځمکه سره تبۍ شوه

سپه سالار لکه خوني ځناور

سترګې یې سرې وې، غړمبیده له قهره

ایستلې توره د معبد په لوري وخوځېده

او هلته پرې شول پر سجدو باندې پراته سرونه

یوه ګړۍ وروسته معبد ونړېده

د خدای پر مېنه لمبې وخوځېدې

د لېرې لېرې هېوادونو د بچو سینو کې

د انتقام بڅري وځلېدل

د هر یوه په زړه کې

د تل د پاره د غضب اورونو ځاله وکړه

په اسمانو کې د ملکو ساندې پورته شولې

او د ابلیس له کوره راغلل د قاه قاه غږونه