شعر
اوښکې
Abdul Bari Jahaniڅه تودې تروې اوبه دي
د ګرېوان په لور بهېږي
ابدي سکون ته درومي
له ژوندۍ سترګې بېلېږي
له هر څاڅکي سره مله وي
د مرموز جهان غږونه
پر اشنا لرو وراخلي
نا بلده قدمونه
د کمزورې دنیا ژبه
د قدرت پښو ته ورلوېږي
د احساس بیده نغمه ده
په بڼو غږول کېږي
دا شریکه ګونګۍ ژبه
هرې سترګې ته اشنا ده
دا د هرې مینې کور دی
دا د هر نفرت غوغا ده