شعر

انجام

Abdul Bari Jahani

زه په هر نن کې د پرون د مرګي نخښه وینم

ما ته خبرې د سبا او سباوون مه کوه

زه له ازادو الوتلو بې نصیبه شولم

ما وزرماتي ته خبرې د ژوندون مه کوه

زما دروغجنو اسوېلیو ته چې و نه ژاړې

باور زما په فریادونو شواخون مه کوه

ما د صیاد له وېرې پرېښودل خپاره سیلونه

ما ته خبرې د ملګرو د بېلتون مه کوه

د زړه په خوښه د قسمت و دام ته ولوېدمه

لپې د مکر د هیلې او د افسون مه کوه

تازه د عقل له زندانه راوتلی یمه

را ته کیسې د هوښیارۍ د اپلتون مه کوه

ما چې له زړه څخه ارزو د سبا و شړله

را ته خواږه خواږه نکلونه د پرون مه کوه

ما په اغاز کې د انجام زڼي لیدل ژړېدم

ما ته فریاد د زمانې د اووښتون مه کوه

چې د ازل ساقي پیاله درته نسکوره کړله

بې ځایه تمه له کچکوله د ګردون مه کوه