غزل

يو ځل بيا د حيا په پرخه رنګ ولمبوه

Mohammad Siddiq Pasarlay

د شمې په خولو کې يی پتنګ ولمبوه

ايرو ته دې که يې د سپينيدلو په اميد

هندو د ارادت په اوښکو ګنګ ولمبوه

چا وې چې د مجبورو مظلومانو له سرو وينو

په تيغ د خشونت ساحه د جنګ ولمبوه

د لويو ذهن وده کړي په لويو حادثو کې

په لويو توپانونو کې نهنګ ولمبوه

د منيې د کتاب ده دا اوله بسم الله

د شرم په خولو کې نام و ننګ ولمبوه

چې ورکړې د ښايست نغمو ته روح د مسيحا

په خولۀ کې د بوسو په خولو چنګ ولمبوه

پسرليه چې په زړونو کې دې ځای وشي د شعر

د زړۀ په تودو وينو دې اهنګ ولمبوه