نظم

اسلام

Ghani Khan

اے په اسلام مئينه !

اے سياسی مومنه!

نن چې اسلام ستائې

ستايۀ دې څوک پرون؟

دا هغه مخ د ټپوس

خو نوی شنۀ پرونه

دا د عقاب پنجې

د ښاپېرک درونه

نن دجنت وعدې

پرونی دوزخونه

چاربېته هغه زړه

خو نوی دی سُرونه

اے په اسلام شېدا!

اے سياسی مومنه!

سترگې دې برگې بهر

برگ دې ايمان دننه

پرون ئې ځان نه گاټه

نن دے اسلام گټی

په خرڅ د ننگ د پښتون

خپل ننگ اؤ نام گټی

زما په وينو چاله

ايران اؤ شام گټی

اؤ د شرابو تاجر

ساقی اؤ جام گټی

اے په اسلام شېدا!

اے سياسی مؤمنه!

څۀ به وئی رب ته خپل

چې ئې د کور دننه

تا د پښتون سترگو ته

دتيارې جال جوړ کړو

اؤ د جناح د خره

دې خر دجال جوړ کړو

غلاف کعبې له دې

د "وايټ هال" جوړ کړ

ما له لندن کښې تا

نوے هلال جوړ کړ

اؤ د بلا نه دې

ما ته بلال جوړ کړ

گلاب نيوے نۀ شی

چې د زوز ونه

اؤ د رقيب نوکر

نن ما له يار گټی

زاغ نن بلبل گټی

خزان گلزار گټی

ښاپېرک جنگ له ورځی

د شهباز پلار گټی

نن به بورا له گونگټ

د گلو هار گتی

اؤ د کافر نوکر

کړی د اسلام پالنه

اے د کڼو وطنه!

اے د ړندو وطنه!

وگوره شرمخ ته

کوی د شپون اواز

نن چې بانگونه کوی

څۀ ئې په کړو پرون اواز

د نفرت کړيکو کښې

د مينې سوز او ساز

پرون عمل د يزيد

او نن نامه د اياز

لږ خو پرې سوچ وکړه

زما ساده پښتونه!

اصلی مؤمن کړه بيل

له سياسی مؤمنه!

څوک د عيسی په شان؟

مستی د دار اخلی؟

څوک د نمرود کاله کښې؟

د موسی لار اخلی؟

څوک د رقيب په محل ؟

نوم د دلدار اخلی؟

څوک ټول جهان غورځوی؟

سترگې د يار اخلی؟

غماز لږ وپېژنه!

اياز لږ وپېژنه!

اے د کڼو وطنه!

اے د ړندو وطنه!