نظم

جناب شيخ

Ghani Khan

زړۀ دې ډک دے د خپل ځانه

پکښې ځائې نشته د يار

داسې ډک ئې د نېکو نه

لکه ډک د مړو ښار

دواړه سترگې دې ړندې دی

د بل بد د ځان ښۀ وينې

تل اينه کښې ځان ته گورې

د يار نه وينې سينگار

شونډې ستا وزگارې نۀ دی

چې صفت د اشنا وکړې

د خپل نور قصيدې وائې

په کوڅه کښې د دلدار

داسې تۀ په نيکۍ مست ئې

لکه وۀ فرعون په زور

د ريا ښۀ درنه تاؤ دی

لکه لوئې اؤ تور حصار

چې په بل کښې بدی وينې

څومره زړۀ دې شی خوشحاله

د بل خېشت درته غلا ښکاری

ستا د تور تاريک جماله

دا شمکور ړاندۀ چې وينې

چې ډغرې وئی غُرزيږی

دا هم ستا په شان روان دی

دا چې پريوځی اؤ پاڅيږی

دا چې تۀ ورپورې خاندې

دا مجنون اؤ دا ملنگ

ستا قبا د شنو رېښمو

اؤ د دوی شلېدلے لنگ

دا هم زوې دے د ادم

د الله دگوتو جوړ دے

څۀ کۀ ډوب دے په تيرو کښې

په شرابو کښې شوړ پوړ دے

دے هم ځی په چغو چغو

دے هم هغلته روان دے

تۀ چې ئې د کوم په طمعه

هم هغه د دۀ مکان دے

اے چې ډوب، په فضل ډوب ئې

اے چې بره ځې خوشحاله

د دۀ شور چغې هم واؤره

دا هم ځان له وئی هم تا له

دا چې دے پرې پړ مخ پرېوځی

تاته ښئی تيندک د لارې

دا دې دے سرماتې وليد

ځکه تۀ روان وښيار ئې

شېخ چلو د نېکو ډکه

گنهگار دے ستا استاد

ستا دُعا د ځان دپاره

تاله دے د دۀ فرياد

ستا د ښو ډيوه بليږی

په سينه کښې ځان د پاره

د دۀ سرې لمبې د اور دی

د همه جهان د پاره

دے تصوير دے د ادم

د ختو اؤ پرېوتو

اؤ په سوؤ وزرونو

د پتنگ دالوتو